شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / روسیه: افغانستان کې دې د بهرنیو ځواکونو د جنګي جنایتونو پلټنه وشي

روسیه: افغانستان کې دې د بهرنیو ځواکونو د جنګي جنایتونو پلټنه وشي

روسیه وايي په افغانستان کې دې د بهرنیو ځواکونو له لوري د ترسره شوو جنګي جنایتونو پلټنه وشي. وروسته له دې چې یوې استرالیايي رسنۍ په افغانستان کې د استراليايي ځواکونو له ځینو زړه بوږنوونکو جنګي جنایتونو پرده پورته کړه روسیې په دې اړه غبرګون ښودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی تر دې وړاندې هم په دې پوهېدل چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي خو اوس دا معلومات عام شول. مسکو پر افغان او استرالیايي چارواکو غږ کړی چې دغه مسئله په جدي ټوګه وڅېړي او هغوی چې په دې برخه کې پړه دي باید د قانونو منګولو ته وسپارل شي. مسکو وايي په افغانستان کې ډېری بهرنیو ځواکونو خپلې وسلې په لوی لاس او یا هم پلان شوې توګه د ملکي وګړو پر ضد کارولې دي او ګڼ بشري جنایتونه یې ترسره کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د عدالت د تامین او ستونزو د حل لپاره باید افغان او استراليايي چارواکي شکمن کسان محاکمو ته وسپاري او دغه قضیې دې په جدي توګه وڅېړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: