سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / روسیه امریکا ته: په سوریه کې له اور سره لوبې مه کوئ

روسیه امریکا ته: په سوریه کې له اور سره لوبې مه کوئ

روسیه امریکا ته:
په سوریه کې له اور سره لوبې مه کوئ

لاوروف وایي امریکا دې په سوریه کې له اور سره لوبې نه کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وایي امریکا باید د سوریې ارضي تمامیت او حاکمیت ته په پوره احترام پر هغه هېواد د تیري هڅه ونه کړي. نوموړي امریکا ته ګواښ وکړ چې په سوریه کې دې له اور سره لوبې نه کوي. لاوروف زیاتوي په سوریه کې د ترهګرۍ ضد جګړې نه د امریکا موخه د دې هېواد ټوټې کول دي. هغه دغه راز امریکا په سوریه کې له کردانو نه پر ناوړه ګټه اخیستنې تورنه کړه، چې په خبره یې په دې کار سره غواړي د سوریې ارضي تمامیت کمزوری کړي. لاوروف وړاندې وویل امریکا دې دا خبره چې وایي، موږ د سوریې له ارضي تمامیت او خلکو نه د دفاع په موخه په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد جګړه کوو، په عمل کې ثابته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: