لاروف وویل چې هغه د امریکا په مشرۍ د ناټو د ځواکونو لخوا په افغانستان کې د اسلامي دولت د خطر د مخنیوې په لړ کې جدي شکونه لري.
د روسیې د بهرنو چارو وزیرسرگي لاروف دغه خبرې د پاکستان د بهرنوچارو د وزیر خواجه اصف سره یوځاې په یوې خبرې غونډې ته وکړی.
ښاغلي لاروف د سه شنبې په ورځ په مسکو کې وویل “مونږ د پاکستان د ترهگرۍ ضد پالیسۍ تائیدو او په دغه کې د ټولې سیمې گټه ده.”
د پاکستان او روسیې ډاټا وایي چې د اسلامي دولت ډلې په زرگونو غړي د افغانستان په شمال او ختیځ سرحدي سیمو کې حضور لري او د هغوي شمیر ورځ تربلې زیاتیږي.
لاروف وویل “مونږ خبر یو چې له بدمرغه د امریکا په افغانستان کې د داعش حضور بیخې نه مني. دوي دا تاثر ورکوي چې داعش په دغې ملک کې حضور نلري”.
روسیه او ایران په امریکا تور لگوي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې په جوړولو کې لاس لري. دوي وایي چې د داعش ځینې غړي د سوریې او عراق نه افغانستان ته تیښتي.
د پاکستان د بهرنو چارو وزیر اصف هم د لاروف اندیښنې تائید کړي. ” امریکا او افغانستان بیخې دا نه مني چې په دغه ملک کې د داعش فعالیتونه او حضور زیات شویدي. د داعش ډله منځنۍ اسیا، پاکستان چین او روسیې ته خطر پېښوي. دا ډیره د خطر خبره ده.”
امریکا د روسیې دغه ډول تورونه ردوي او وایي چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه د افغان ځواکونو سره یوځاې د اسلامي دولت د ډلې په ضد جنگیږي او په افغانستان کې د داعش فعالیتونه کم شویدي.
امریکا په روسیې تور لگوي چې د افغان طالبانو سره اړیکې لري او په افغانستان کې د ثبات د ټینگولو د هڅو د ناکامولو کوښښ کوي.