دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / روسیه: د ټرمپ روستۍ څرګندونې د نړۍ لپاره یو ستر ګواښ دی

روسیه: د ټرمپ روستۍ څرګندونې د نړۍ لپاره یو ستر ګواښ دی

روسیه وایي ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې له روسیې سره له یو اټومي تړون وځي. دده په خبره که دغه تړون لغوه شي، نو روسیه به بېرته د بېلانس برابرولو په موخه لا ډېر توغندي جوړ کړي او دا مسئله به نړۍ په لا ډېر خطرناک ځای بدله کړي. د کریملین ویاند دیمتري پسکوف په یوه خبري غونډه کې ویلي، روسیه دغه تړون ته ژمنه ده، خو که لغوه کېږي بیا به په نړۍ کې د وسلو سیالي پیل شي. په ۱۹۸۷ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر رونالډ ریګان او د روسیې د ولسمشر ګورباچف تر منځ یو تړون لاسلیک شو.ددغه تړون له مخې د امریکا او روسیې ترمنځ د وسلو د جوړولو سیالي ودرول شوه او تر دې دمه عملي کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: