شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / روسیه وایي امریکا په افغانستان کې له داعش ډلې سره په مبارزه کې جدي نه ده

روسیه وایي امریکا په افغانستان کې له داعش ډلې سره په مبارزه کې جدي نه ده

روسیه وایي امریکا په افغانستان کې له داعش ډلې سره په مبارزه کې جدي نه ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د زرګونه داعشیانو حضور خطرناک دی او باید پر وړاندې یې مبارزه وشي. پاکستان او روسیې دواړو ټینګار کړی، چې امریکا په افغانستان کې دداعش ډلې ضد مبارزه کې رښتینې نه ده او ددوی پر وړاندې جدي اقدامات نه کوي. د سرګي لاوروف په خبره له بده مرغه امریکا له سره په افغانستان کې دداعش ډلې حضور نه مني، په داسې حال کې چې ددغه ډلې زرګونه غړي هڅه کوي په افغانستان کې ځان تیار کړي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ننه شي. پاکستان او روسیې هوکړه کړې، چې دداعش ډلې پر ضد به یو پوځي کمېسیون جوړوي او دغه کمېسیون به د یادې ډلې پر ضد مبارزه کوي. مسکو یو ځل بیا له امریکا وغوښتل چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتینې شي او روان بحران ته د پای ټکی کېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *