یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / بين المللي / روسیه وایي د ژوندي موندل شوي پيلوټ په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې روانې دي

روسیه وایي د ژوندي موندل شوي پيلوټ په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې روانې دي

روسیه وایي د ژوندي موندل شوي پيلوټ په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې روانې دي. د روسیې د پارلمان یوه غړي ویکتور ودولاتسکي ویلي، ښايي دغه پیلوټ په پاکستان کې وي او هغه مهال د افغان کډوالو یوه کمپ ته بېول شوی وي. نوموړي ویلي، لومړی باید دا ثابته شي چې یاد پيلوټ څه وخت ورک شوی و، په رښتیا روسی دی که نه دی او بله خبره دا چې اوس غواړي روسیې ته ولاړ شي کنه. د روسي پارلمان دغه غړي ویلي دوی د معلوماتو تر بشپړولو وروسته ددې موضوع په اړه اقدام کوي. څو ورځې وړاندې په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې یو روسی پيلوټ دېرش کاله وروسته ژوندی موندل شوی دی او د امنیتي ملحوظاتو له امله یې ځای او هویت پټ ساتل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: