یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / روسیه وایي سوریې ته د دفاعي سیستم د لېږدولو لړۍ بشپړه شوې ده

روسیه وایي سوریې ته د دفاعي سیستم د لېږدولو لړۍ بشپړه شوې ده

روسیه وایي سوریې ته د دفاعي سیستم د لېږدولو لړۍ بشپړه شوې ده. د روسیې ددفاع وزیر سرګي شویګو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې ایس ۳۰۰ دفاعي سیستم سوریې ته رسېدلی دی او هلته یې د فعالولو چارې پيل شوې دي. ایس ۳۰۰ د نړۍ تر ټولو پرمختللی دفاعي سیستم دی، چې روسیې یې په دې وروستیو کې سوریې ته د ورکولو تکل کړی و. روسیه وایي په دې توګه به په سوریه کې د روسي ځواکونو پر وړاندې او همدا راز پر سوریه د غیر قانوني توغندیزو بریدونو مخنیوی کوي. د وزیر په وینا دغه سیتسم له ځان سره د رادیو اکټیف اشعو د کشف، لیزر د کارولو او رادر سیستمونه لري. د روسیې دغه کار د امریکا او اسراییلو له توند غبرګون سره مخ شوی دی، خو روسیه وایي دوی د خپلې دفاع لپاره له دغه سیستم کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *