یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / پاکستان / روسیه پاکستاني عسکرو ته روزنه ورکوي

روسیه پاکستاني عسکرو ته روزنه ورکوي

پاکستان او روسیې هوکړه کړې، چې مسکو به پاکستاني سرتېري روزي. د پاکستاني عسکرو د روزنې هوکړه پاکستان ته د روسېې د دفاع وزارت د مرستیال د سفر پر مهال شوې ده. د پاکستان د پوځ خبري څانگې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان او روسېې په دې هوکړه کې پرېکړه شوې، چې روسیه به پخپلو نظامي روزنځایونو کې پاکستاني عسکرو ته روزنه ورکوي. د روسېې د دفاع وزارت مرستیال وزیر جنرال الکساندر فومین پاکستان ته تللی و او هلته یې له ګڼو پاکستاني نظامي چارواکو سره کتلي دي. دواړو لورو د پوځیانو د روزنې تر څنګ په سیمه کې پر روانو مسایلو او د ترهګرۍ ضد مبارزه باندې بحثونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *