جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / روسیه په سوریه کې ۲۰۰ډوله وسلې ازمویلې دي

روسیه په سوریه کې ۲۰۰ډوله وسلې ازمویلې دي

سوریه هم د افغانستان په برخلیک اخته شوې او د تیري ګرو هیوادونو د وسلو د ازموینې پر مرکز بدله شوې ده.
د روسیې د دفاعي چارو د نماينده کمېټې رييس، جنرال ولاديمير شامانوف د دې هیواد پارلمان ته ویلي چې په سوریه کې د بشار الاسد درژیم په ملاتړ یې د وسلوالو پر ضد جګړو کې خپلې ۲۰۰ ډوله مختلفې وسلې ازمویلې دي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور ترمخه؛ یاد روسي جنرال وویل؛ دا کوم تصادف نه دی چې اوس یو شمیر هیوادونه زموږ د وسلو اخیستلو ته زړه ښه کوي ځکه چې په وینا یې موږ هر څه وازمایل او اوس پرخپلو ټولو صنایعو باوري یو.
یاد روسی جنرال داسې مهال دا اعتراف کوي، چې هیواد یې په تازه اقدام کې د خپل پنځم نسل د( سو ۵۷) په نامه پرمختللې دوه الوتکې د حمیم پوځي اډې ته نقل کړې.

روسیې تر دې وړاندې دا ډول دوه نورې الوتکې هم د دې هیواد په فضا کې درلودې .
روسیه وایي چې لا هم دا الوتکې په ازمویښتي توګه پروازونه کوي او په وینا یې چې اوسمهال په دې هیواد کې له (سو۳۰) الوتکو کار اخلي .
باید وویل شي چې تیرکال یو شمیر امریکایي چارواکو هم په افغانستان کې د سلګونو ډولو وسلو ازمویل منلي و، چې وروستۍ هغه یې په ننګرهار کې د داعشیانو په پلمه د بمونو د مور په نامه لوی بم و ازمایه.
ساینسپوهان ويلي، ددغو وسلو د استعمال له امله د افغانستان دوه پر درې برخه د اوسېدو وړ نه ده او تر څو چې دا ځمکه وي اثرات به يې هم باقي وي. د دوی په وينا چې،امریکا په افغانستان کې ٢٣٨ ډوله يورانيوم ازمویلي او دومره یورانیم څلورنيم میليارده کاله وخت غواړي چې اغيزې يې نيمايي را کمې شي.
امریکا هم ویلي و، چې خپلې ټولې وسلې یې د افغان ملګرو په همغږي ازمویلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: