یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / بين المللي / روسیه: که امریکا له طالبانو سره خبرې ونکړي جګړه به نوره هم خونړئ شي

روسیه: که امریکا له طالبانو سره خبرې ونکړي جګړه به نوره هم خونړئ شي

روسیې خبرداری ورکړی ده چې که امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې ونه کړي د افغانستان جګړه به کلونه نوره هم وغځيږي .

روسیې اندېښنه ښودلې چې جګړه به نوره هم خونړۍ او د زرګونو افغانانو ژوند اخیستونکې شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي چې طالبان د افغانستان حکومت لاسپوڅی بولي ځکه ورسره خبرې نه کوي .

کابلوف وایي باید امریکا مستقیما له طالبانو سره خبرې وکړي.

ضمیر کابلووف وایي چې د افغانستان ۴۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده او که امریکا له دې ډلې سره خبرې ونکړي نو په افغانستان کې به جګړې همداراز دوام ولري او تردې به نوره هم خونړۍ شي.

ضمیر کابل‎ووف زیاتوي چې امریکا افغانستان کې پر هغه لار روانه ده چې پخواني شوروي د دې هېواد د یرغل پرمهال تجربه کړې وه.

دی وړاندې وايي:«موږ دا کار هغه مهال وکړ چې د پخواني شوروي ځواکونه هلته(افغانستان) کې وو، دا ډېر یو شان انځور دی.»

دی افغانستان کې د امریکايي سرتېرو زیاتوالي سره وايي چې پنځه زره او یا هم ۵۰ زره اضافي سرتېري به افغانستان کې حالات ښه نکړي.

د روسيې استازي دغو نویو څرګندونو ته که څه هم تر اوسه افغان حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې هر وخت روسیه د افغانستان په کورنیو چارو کې په مداخله او له طالبانو سره په مرسته تورنه کړې ده .

روسیه مني چې له طالبانو سره اړیکې لري خو وایي چې مرسته یې نه ده ورسره کړې او دا رنګه خبرې پوچې اوازي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: