جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / بين المللي / روسیه کې اور لګیدنې لسګونه کسان وژلې دي

روسیه کې اور لګیدنې لسګونه کسان وژلې دي

د روسیې د کروموف ښار په یوه سوداګریز مرکز کې اور لګیدنې پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي.

د روسیې د حوداثو ادارې خبر ورکړی چې د «زیمنایا ویشنیا» په نامه سوداګریز او تفریحي مرکز کې د اور لګیدنې له امله ۳۷ کسان وژل شوي او ۴۳ تنه ټپیان دي.
خبر زیاتوي؛ د اور لګیدنې له امله ۶۹ تنه ورک دي چې ۴۰ تنه یې ماشومان و.
د یاد خبر تر مخه؛ اطفایه لا هم هڅه کوي تر څو اور لګیدنه قابو کړي خو لا هم عملیات روان دي.
د اناتولیا خبري اژانس وایي؛ د اور لګیدنې عامل نه دی معلوم خو یاد مرکز په بشپړه توګه سوځیدلی د سینما د سالون چت پر خلکو غورځیدلی او لسګونه تنه یې وژلي.
همداراز د ماشومانو تفریحي مرکز هم بشپړ له منځه تللی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: