چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / بين المللي / روسیه کې دوه پولیس وژل شوي دي

روسیه کې دوه پولیس وژل شوي دي

روسي چارواکي وایي، چې د یاد هېواد په ناکراره سیمه داغستان کې دوه پولیس وژل شوي دي. د داغستان جمهوریت د پولیسو ویاند ویلي، یاد پولیس هغه مهال د یو شمېر وسله والو تر برید لاندې راغلل چې پر ګزمه بوخت وو. د داغستان ډېری وګړي مسلمانان دي او له چیچنیا سره ګډه پوله لري. د روسیې دې جمهوریت له ۱۹۹۱ میلادي کار راهیسې چې شوروي اتحاد ړنګ شوی دی، د بیلتون غوښتنونکو پر ضد مبارزه پیل کړې او پر امنیتي ځواکونو یې ډېری داسې خونړي وسله وال بریدونه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *