پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / روسیې له طالبانو سره خواخوږي ډېره کړې ده

روسیې له طالبانو سره خواخوږي ډېره کړې ده

دې هېل نشریه په یوه مطلب کې لیکي، په دې وروستیو کې امریکا توانېدلې چې پر طالبانو فشارونه ډېر کړي او دغه ډله د سولې مذاکراتو ته تیاره کړي، خو په مقابل کې یې روسیې له دغه ډلې سره خواخوږي ډېره کړې ده. نشریه وړاندې لیکي، روسیه هېڅ وخت او هېڅ ځای پر امریکا د فشار فرصت له لاسه نه ورکوي. سرچینه وړاندې لیکي، چې همدې ته په کتو به روسیه او چین هېڅ وخت و نه غواړي چې امریکا په افغانستان کې بریالۍ شي. دې هېل زیاتوي په افغانستان کې وضعیت ډېر حساس دی، له طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ پیل کېدونکې ده، خو روسیه او چین له امریکا سره د مرستې هېڅ اقدام نه دی کړی. سرچینه کاږي روسیه او چین د امریکا پر فعالیتونو شک لري له همدې امله دواړو هېوادونو افغانستان لوري ته پر خپلو پولو امنیتي تدابیر ډېر کړي دي. دغه نشریه د سولې په برخه کې د چین او روسیې مرسته خورا مهمه بولي، خو زیاتوي چې یاد هېوادونه به هڅه وکړه، امریکا ناکامه کړي او پر ځای یې د سولې لپاره پخپله هڅې ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *