شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / بين المللي / روسیې پر دمشق د امریکا د بریدونو په اړه غبرګون ښودلی دی

روسیې پر دمشق د امریکا د بریدونو په اړه غبرګون ښودلی دی

په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي، پر دمشق برید مخکې له مخکې جوړ شوی پلان و او ددې برید د بدو پایلو پړه به د واشنګټن، لندن او پاریس پر غاړه وي. دغه روسي ديپلومات ویلي تر برید وړاندې یې خبرداری ورکړی، چې پر سوریه د امریکا برید به د روسیې له غبرګون سره مخ شي، خو امریکا یې هېڅ خبرداري ته توجه نه ده کړې. هغه همدا راز اندېښنه څرګنده کړې چې په سیمه کې به تاوتریخوالی ډېر شي او ددې هر څه پړه به د امریکا، فرانسې او برېتانیا پر اوږو وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *