دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / ریاض د کاناډا سفیر ته: ۲۴ساعته کې له سعودي ووځه

ریاض د کاناډا سفیر ته: ۲۴ساعته کې له سعودي ووځه

سعودي د کاناډا سفیر ایستلی دی او ورسره یې ټول معاملات ځنډولي دي. وروسته له هغه چې کاناډا په سعودي کې د مدني فعالانو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه، سعودي په ریاض کې د کاناډا سفیر یو غیر مطلوب کس یاد کړی او ورته یې ۲۴ ساعته وخت ورکړی، څو له یاد هېواده ووځي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کاناډا دا عمل د سعودي په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده. په ورته وخت کې سعودي له کاناډا نه هم خپل سفیر ورغوښتی دی. د خبرپاڼې له مخې یاد به له کاناډا سره خپل ټول معاملات هم ودروي. د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *