جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / زابل ولایت کې د امنیه قمندان په ګډون ګڼ شمیر پولیس وژل شوي دي

زابل ولایت کې د امنیه قمندان په ګډون ګڼ شمیر پولیس وژل شوي دي

امنيتي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د زابل پر ارغنداب او دايچوپان ولسواليو ډله ييز بريدونه کړي چې په کې د شملزو ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي دي. د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال امير جان الکوزي ويلي چې تېره شپه دوولس بجې وسله والو طالبانو د پوليسو او ملي اردو پر یو شمېر پوستو بريدونه وکړل. هغه زياته کړه چې په دې نښتو کې تر اوسه لس سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. ولسوال وايي چې ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا د زابل د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې رسنیو ته ویلي، چې وړمه شپه وسله والو طالبانو د دايچوپان پر ولسوالۍ هم ډله ييز بريدونه کړي دي. د سرچينې په وينا، د دې جګړې پر مهال د شملزو ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو کسانو سره د دايچوپان ولسوالۍ پوليسو ته د مرستې لپاره ورغلى و چې وژل شوی دی. يادې سرچينې وويل چې په دې جګړه کې د یاد امنيه قوماندان په ګډون څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې د زابل په دايچوپان، ارغنداب او شملزو کې يې تر ٤٠ زيات دولتي سرتېري وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: