په زابل ولايت کې د وسله والې جګړې په نتيجه کې۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د ملي اردو ٢ سرتېري ټپيان شوي دي.
د زابل د ولایت ویاند ګل اسلام سيال وایي چې جګړه تېره شپه په مېزانې ولسوالۍ کې شوې ده:
“تېره شپه شا او خوا ١١ بجې د مېزانې ولسوالۍ د ويس محمد خان کمپ په سيمه کې له ملي اردو سره په جګړه کې د وسله والو طالبانو ٩ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، په دې جګړه کې د طالبانو ٥ تنه وژل شوي او ۴ يې ټپيان دي، ځينې سپکې او درنې وسلې يې هم له منځه لاړې.”