بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرتې پوستې، چې د افغانستان مربوط وې، د پاکستان پوځ ته پرېیښې او تر اوسه پر یادو سیمو د پاکستان پوځ حاکم دی
کابل – په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره د اغزن تار د غځولو په تړاو هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې.
زاخېلوال وايي، کله چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو شمېر کمېده، بهرنیو ځواکونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرتې پوستې، چې د افغانستان مربوط وې د پاکستان پوځ ته پرېیښې او تر اوسه پر یادو سیمو د پاکستان پوځ حاکم دی.
نوموړی وايي، چې په اسلام اباد کې یې د خپلې کاري دورې پرمهال له پاکستان سره ډېر ځله د اړیکو رغولو هڅې کړې، خو اغېزناکه نتیجه یې نه ده ورکړې.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر همداراز د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د چمتووالي خبره کوي.
زاخلېوال، چې موده مخکې یې له سفارت څخه خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړې وايي، چې د افغانستان حکومت د یوه مطرح کس په توګه به په راتلونکو انتخاباتو کې خپل نقش ولوبوي.
زاخیلوال له کابل نیوز سره په ځانګړې مرکه کې که څه هم ولسمشریزو انتخاباتو ته د خپلې نوماندۍ مسئلې د تائید او رد په تړاو څه نه وايي، خو زیاتوي چې تر اوسه یې په دې تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
عمر زاخېلوال داسې مهال ولسمشرۍ ټاکنو ته د چمتووالي خبره کوي، چې نوموړي شاوخوا دوه میاشتې مخکې ولسمشر غني ته خپله استعفا وړاندې کړې، خو تر اوسه ولسمشر د نوموړي استعفا نه ده منظور کړې