جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / زاخیلوال:پر ډیورنډ کرښه به د تک راتک له پاره پاکستان سره سملاسي ګامونه پورته شي

زاخیلوال:پر ډیورنډ کرښه به د تک راتک له پاره پاکستان سره سملاسي ګامونه پورته شي

پاکستانۍ نيوز انټرنېشنل ورځپاڼې اسلام آباد کې د افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال او د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهريار خان افريدي د پرونۍ کتنې په تړاو يو مطلب خپور کړى او د ښاغلي افريدي له خوله يې ليکلي چې افغانستان او پاکستان بايد د باور جوړونې لپاره په گډه کار وکړي.

ښاغلي افريدي ويلي دواړه هېوادونه بايد د دواړو ولسونو د ملي گټو لپاره گډې پرېکړې وکړي.

ورځپاڼې د افغان سفير پر ټوېټر پاڼې خپور شوى پيغام هم اخيستى چې په کې ليکل شوي د نورو مسايلو ترڅنگ موږ په دې هوکړه وکړه چې د کرښې پر سر پر تېرو شويو ټولو لارو د خلکو تگ راتگ اسانولو لپاره سملاسي گامونه پورته شي.

نيويارک ټايمز د ننگرهار په کامه ولسوالۍ کې پر يوې ټاکنيزې غونډې د شوي ځانمرگي بريد په تړاو ليکلي، دغه بريد افغانستان کې د امنيت په تړاو وېره لا ډېره کړه.

ورځپاڼه وايي، وروستيو کلونو کې ننگرهار د تاوتريخوالي د سختې ډېرېدنې شاهد و خو دا بريد په يو ځل بيا اندېښنې په داسې حال کې تازه کړې چې نوماندان په توده جگړه کې د ولسي جرگې ټاکنو ته خپلې ټاکنيزې مبارزې پرمخ وړي.

ننګرهارننګرهار کې پر ټاکنیز کمپاین د داعش ځانمرګي برید ۱۴ کسان وژلي

ډيپلوماټ مجلې افغانستان کې د ولسي جرگې د راتلونکو ټاکنو په تړاو خپاره کړي يوۀ مطلب کې ليکلي، حال دا چې ټاکنيز کمپاينونه روان دي او داسې برېښي چې کابل د ټاکنو د ترسره کولو پوخ تکل لري خو اوس هم گڼې جدي ستونزې تر سترگو کېږي. مطلب وايي امنيت حياتي موضوع ده.

وار له مخه ولسي جرگې د ټاکنو پنځه نوماندان وژل شوي دي.

د فزيکي امنيت سربېره د ټاکنو د تخنيکي امنيت په تړاو هم پوښتنې شته. روڼتيا بله اندېښنه ده. د بايومټريک له ٢٢ زرو وسيلو تر اوسه ٤٤٠٠ دانې يې افغانستان ته رسېدلي دي.

ورځپاڼه وايي افغانستان په بېړه د بايو مټريک وسيلو کارونې لپاره خپل پرسونل روزي خو کېداى شي د نوم ثبتونې بهير وار له مخه زيان اړولى وي. مطلب وايي که د رايه اچونکو نوملړ سم نه وي نو پايله به يې شپږ مياشتې وروسته ولسمشريزو ټاکنو لپاره سترې وې.

بایومټریک د بايومټريک له ٢٢ زرو وسيلو تر اوسه ٤٤٠٠ دانې يې افغانستان ته رسېدلي دي.

مطلب وايي دا ټاکنې ولسمشريزو ټاکنو لپاره چې ټاکل شوې راتلونکي اپرېل کې ترسره شي له ډېرو اړخو يو ازمېښت دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *