پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / زاخیلوال د پاکستان د۲۷ترهګرو لیسټ حیران کړي دی

زاخیلوال د پاکستان د۲۷ترهګرو لیسټ حیران کړي دی

د پاکستان لپاره د افغانستان فعاله سفیر عمر زاخیلوال د ځینو پاکستاني رسنیو پر هغو راپورونو حیرانتیا څرګنده کړې، چې ګواکې پاکستان تېره نومبر میاشت کې د طالبانو او حقاني شبکې ۲۷ مشکوک کسان افغانستان ته سپارلي دي. د یوه خصوصي پاکستاني ټلویزیون پر دغه رپوټ افغان سفیر پر خپله رسمي ټویټر پاڼه غبرګون څرګند کړی. سفیر زاخیلوال ویلي که دا رښتیا وي، دوه اړخیزو اړیکو کې به لوی پرمختګ وي. تېره شپه ناوخته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل په یوه ټویټر پیغام کې د ۲۷ سخت دریځو تبادلې خبر خپور کړ. نوموړي ویلي، پاکستان پر افغان طالبانو او حقاني شبکې فشار ډېر کړی، چې د هغوی له لوري افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د پاکستانۍ خاورې استعمال مخنیوی وشي. زاخيلوال وايي یاد خبر سم نه دی. په ارګ کې هم ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي و، چې پاکستان تر دې دمه افغان حکومت ته هېڅ کوم طالب یا د حقاني شبکې غړی نه دی سپارلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: