پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / زاخیلوال پاکستان کې خپله دنده پرېږدي

زاخیلوال پاکستان کې خپله دنده پرېږدي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړى استازى ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال له ولسمشر اشرف غني غوښتي چې د ده پر ځاى نوى سفير وټاکي. د حکومت يوې باوري سرچينې وویل چې زاخېلوال په دې وروستيو کې ولسمشر غني ته په دې اړه ليکلى وړانديز ورکړى دى. سرچينه وايي زاخېلوال له ولسمشر غوښتي چې د ده پر ځاى بل تن وګوماري او څو چې نوى سفير ټاکل کېږي، دى به خپلې دندې ته دوام ورکوي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، کله چې عمر زاخېلوال په اسلام اباد کې د سفير په توګه ټاکل کېده؛ نو له ولسمشر سره يې هوکړه کړې وه چې دا دنده به يواځې د دوو کلونو لپاره پر مخ وړي. دغې سرچينې وويل چې اوس د زاخېلوال دوه کاله پوره شوي او هغه نه غواړي چې نور دې دندې ته دوام ورکړي. ياده حکومتي سرچينه وايي، زاخېلوال له حکومته بله دنده هم نه غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *