پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / زرګونه اروپایانو د ټرمپ د سیاستونو پر ضد لاریون وکړ

زرګونه اروپایانو د ټرمپ د سیاستونو پر ضد لاریون وکړ

اروپايانو د ټرمپ هغه اقدامات وغندل، چې له مخې به یې د ناټو غړي هېوادونه له دغه سازمان سره خپلې مالي مرستې لوړوي. خو اروپایان وايي چې د نظامي بودیجې پر ځای دې د اقلیم د ساتنې او چاپېریال ساتنې په برخه کې بودیجه لوړه کړل شي. دوی چې شمېر یې زرګونو کسانو ته رسېده، جګړه نه غواړو سوله غواړو شعار ورکاوه. دوی له نړیوالو وغوښتل چې د ټرمپ د ناسمو سیاستونو پر وړاندې غږ اوچت کړي او په دې توګه په نړۍ کې د یوه رامنځ ته کېدونکي بحران مخه ونیسي. ټرمپ غواړي د ناټو په غونډه کې له غړو هېوادونو د لا ډېر مالي ملاتړ غوښتنه وکړي او همدا راز د ایران پر وړاندې اقدامات ډېر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *