دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / زلمی:پاکستان پوځ د طالبانو تر شاه ملاتړي دي

زلمی:پاکستان پوځ د طالبانو تر شاه ملاتړي دي

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي چې طالبان لا هم د پاکستان د پوځ له ملاتړه برخمن دي او ددوی په غوښتنه فعالیتونه ترسره کوي. نوموړي په واڼه کې پر علي وزیر برید ته په اشارې ویلي چې هلته طالبان د پاکستان په ملاتړ فعالیت کوي او په اصطلاح د پوځ طالبان دي. دده په خبره ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې پاکستان څه کوي او د پاکستان په ډېری برخو کې څه روان دي. دده په خبره طالبان د خپل ملاتړ پوځ په غېږ کې ارام ژوند لري. هغه د واڼه پېښې ته په اشارې ویلي چې که هر څه رامنځ ته کېږي د حکومت مسوولیت دی او نړۍ دې په دې پوه شي چې پاکستانی حکومت د ترهګرۍ ملاتړ دی او لا هم غواړي د خلکو غږ چوپ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: