دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / زلمی خلیلزاد به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ خبرو کې د امريکا استازيتوب کوي

زلمی خلیلزاد به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ خبرو کې د امريکا استازيتوب کوي

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو څرګنده کړې چې زلمی خلیلزاد به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرو کې دامریکا استازیتوب کوي اؤ دا مسولیت بهورپغاړه وي چې دغه خبرو کې باید امریکا څرنګه وي.

ښاغلي پمپیو دافغانستان دچارو دپاره دامریکایي استازي پهتوګه د زلمي خلیلزاد د رسمي ټاکنې په اړوند خپل جاري کړيمکتوب کې هیله ښکاره کړې چې ښاغلی خلیلزاد بهافغانستان کې د سولې خبرې اترې دبریاليتوب پړاؤ تهورسوي.

په خټه افغان زلمي خليل زاد له دې وړاندې د ٢٠٠٣څخه تر ٢٠٠٥پورې په افغانستان ، له ٢٠٠٥څخه تر ٢٠٠٧پورې په عراق او له ٢٠٠٧څخه تر ٢٠٠٩پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفير په توګه دنده تر سره کړې ده.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر پخپل مکتوب کې افغانستان کې دسولې موخې ته رسیدو دپاره د زلمي خلیلزاد ټاکنه یو غوره ګام بللی اؤ ویلي یې دي چې هغه په افغانستان کې زیږیدلی،هلته لویې شوی اؤ دافغانستان په اړوند ښه تجربه لري.

افغانستان دپاره دامریکايي مشاور په توګه د خلیل زاد ټاکنه په داسې وخت کې شوې چې امریکا د افغان دولت اؤ مخالفو وسله والو ترمینځ د روغې جوړې هڅې چټک کړي اؤ‌ په دې لړ کې یې پاکستان دسختو فشارونو لاندې نیولی دی.

ښاغلی خلیل زاد‌ په افغانستان کې د پاکستان د تګلارو سخت مخالف دی اؤ څو کرته یې له امریکا سخته غوښتې هم دي چې که پاکستان افغانستان کې د مداخلې څخه لاس نه اخلي نو امریکا پرې باید خپلې مرستې بندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *