دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / زلمی خلیل زاد د سولې په تړاو لس ورځنی سفر پیلوي

زلمی خلیل زاد د سولې په تړاو لس ورځنی سفر پیلوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د مذاکراتو لپاره د هڅو په موخه خپل لس ورځنی سفر پیلوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې زلمی خلیلزاد به لس ورځنی سفر سر له نن پیل کړي او هڅه به وکړي چې د سولې دخبرو په تړاو د ښکېلو هېوادونو نظریات، وړاندیزونه او ملاتړ خپل کړي. په خبرپاڼه کې راځي، چې هغه به افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او پاکستان ته سفرونه ولري. هغه په دې سفر کې د یادو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کوي او هڅه به یې دا وي چې د سولې په برخه کې ټولې هڅې سره منسجمې کړي. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، زلمی خلیلزاد به د افغان حکومت په نږدې همکارۍ او سلا مشوره د سولې د خبرو لپاره هڅې کوي او له ديپلوماتیکو لارو په استفادې به افغان طالبان د مذاکرې مېز ته حاضروي. وروسته له دې چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وټاکل شو، دا یې د همدې موضوع په اړه لومړنی سفر دی. دغه سفر به لس ورځې دوام وکړي او ټول تمرکز به د افغانستان د جګړې په له منځه وړلو او سولې راوستلو وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *