دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / زلمی خلیل زاد وایي پاکستان دوه مخي دي

زلمی خلیل زاد وایي پاکستان دوه مخي دي

امریکا ځان ته د پاکستان بدیل پلټي. په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په هند کې له یوې ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال ویلي، امریکا هڅه کوي د خپلو سرتېرو د تجهیز او پاللو لپاره د پاکستان پر بدیل فکر وکړي. دده په وینا دمګړی د امریکايي ځواکونو تدارکات د پاکستان له لارې تر سره کېږي خو امریکا هڅه کوي دا لاره بدله کړي او له نورو هېوادونو خپلو سرتېرو ته وسلې او مهمات ورسوي. د خلیلزاد په خبره پاکستان له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې دوه مخی چلند کوي او دا مسئله اوس ټولې نړۍ ته روښانه ده. هغه زیاته کړې چې که پاکستان صادقانه ګامونه اوچت نه کړي نو امریکا پر دغه هېواد د فشار راوستلو لپاره پر نورو لارو چارو هم لاس پورې کولی شي. خلیلزاد ویلي د پاکستان داخلي وضعیت هم د جدي اندېښنې وړ دی. دده په وینا نور هېوادونه پوځ لري، خو د پاکستان پوځ بیا هېواد لري. هغه زیاته کړې د پاکستان پوځ یو هېواد له میلیونونه وګړو سره یو ځای برمته کړی دی او د خپل زړه مېچنې ګرځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: