یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / زنداني طالب لا هم جګړو ته لېواله دی

زنداني طالب لا هم جګړو ته لېواله دی

یوې امریکايي رسنۍ پخپل راپور کې له هغو طالبانو سره خبرې کړې دي چې دمګړی په زندانونو کې شپې ورځې تېروي. اې بي سي نیوز پخپل یوه راپور کې لیکي، چې په افغان زندانونو کې په سختو امنیتي شرایطو کې ۶ زره طالب زندانیان بندي دي. په راپور کې راځي، چې دغه زندانیان ډېری بېرته غواړي د جګړو لیکو ته ستانه شي. په دې ډله کې د طالبانو مهم قومندانان هم شته دي. دوی ویلي، تر هغه چې امریکا په افغانستان کې حضور ولري، دوی به هم له جګړو لاس وا نه خلي. ددغه طالبانو په وینا، دوی د امریکا پر وړاندې وسله اخیستې ده نو کله چې له زندان خوشي کېږي بېرته به د جګړې ډګرونو ته ور ګرځي. سرچینه وایي د افغانستان جګړه د امریکا لپاره تر ټولو اوږده جګړه شوه چې میلیاردونه ډالره لګښت ورباندې راغی، سلګونه امریکايي عسکر پکې ووژل شول خو لا هم دوی بریالي نه شول، چې دغه جګړه کابو کړي او وسله والې ډلې له منځه یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *