دوشنبه , فبروري 17 2020
کور / خبرونه / افغانستان / سالنګ لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده

سالنګ لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده

د سالنګ لويه لاره چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولايتونو سره نښلوي، بیرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده. دغه لويه لاره د سلواغې په ٢١مه نېټه د واورې ورېدو او سختو توپانونو له امله د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې وه. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې مشر ډګر جنرال محمد رجب ويلي چې دغه لويه لاره تېره شپه د هر ډول موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه. خو اوس یواځې د وړو موټرو پر مخ خلاصه شوې او ټیلري موټرونو ته لا هم اجازه نشته چې پرې تګ راتګ وکړي. د هغه په خبره، په سوېلي سالنګ کې د واورې پنډوالى ١٦٧ سانتي متره او په شمالي کې بيا ١٤٥ سانتي مترو ته رسېدلى دى. هغه زياتوي چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رياست کارکوونکي له دې لويې لارې د واورو پر پاکولو بوخت دي او ژر به د غټو موټرو پر مخ هم پرانیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: