جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / سبا ته د افغان کرکټ لوبډله د سکاټلینډ سره مخامخ کېږي

سبا ته د افغان کرکټ لوبډله د سکاټلینډ سره مخامخ کېږي

د افغانستان او سکاټلېنډ ترمنځ د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام غوراوي سیالیو پړاو لومړۍ لوبه سبا غرمه (یکشنبه، څلورمه نېټه) په ۱۲ بجې د زمبابوې په بولاویو لوبغالي کې پېل کیږي. افغان لوبډلې د نړیوال جام له غوراوي پړاو سیالیو وړاندې، په متحده عربي اماراتو کې زمبابوې ته د دوو شل اوریزو او پنځو يو ورځنیو لوبو په سیریز او له هغه وروسته، د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لومړۍ تمریناتي لوبه کې ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه، خو دویمه لوبه یې له هالینډ سره د ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده. د افغانستان تېرو لوبو ته په کتلو سره د کرېکټ مبصرین وایي چې افغانستان کولای شي د راشد خان او مجیب ځدراڼ څخه په ګټه اخیستنه نړیوال جام ته لار ومومي. همدا ډول د کرېکټ بورډ مرستیال شرف الدین شاکر رسنیو ته ویلي چې افغان لوبډله نړیوال جام ته د رسېدلو لپاره پوره چمتو والی لري او ډیر امکان شته نړیوال جام ته لار موندلو کې بریالي شي. د افغانستان لخوا به راشد خان د خپلې لوبډلې لوبډلمشري کوي، په داسې حال کې چې تېر لوبډلمشر اصغر ستانکزی د اپنډکس عملیاتو کولو وروسته د ډاکټرانو په مشوره ارام کوي، او شاید د غوراوي سیالیو لوبو کې شامل نشي. د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال یو ورځني جام غوراوي سیالۍ به سبا یکشنبه په زمبابوې کې د لس لوبډلو ترمنځ پېل کیږي، چې له دوی څخه به یې دوه د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام چې په انګلستان کې ترسره کیږي لار مومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: