سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / ستانکزی:پاکستان د داعش او طالب ملاتړی هېواد دی، افغان سولې ته ژمن نه دی

ستانکزی:پاکستان د داعش او طالب ملاتړی هېواد دی، افغان سولې ته ژمن نه دی

د ملي امنيت عمومي رييس معصوم ستانکزی وايي، پاکستان افغان سولې ته ژمنتيا نه لري او که يې درلودی، نو د طالب او داعش له ملاتړه به لاس پر سر شوی وای. نوموړي یادې څرګندونې په جلال اباد ښار کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي. ستانکزي د ګاونډيو هېوادونو او په افغانستان کې د فعالو وسله والو ډلو په اړه وويل چې دوی تر ډېره د تبليغاتو له لارې خلک غولوي او وسله والو فعاليتونو ته يې هڅوي، خو وايي، افغان حکومت هم دغه برخه کې کار کوي او لا ډېر کار ته اړتيا شته. ستانکزي پاکستان ته په اشارې وويل، دوى غواړي، په افغانستان کې کمزوری حکومت وي، له همدې امله دې هېواد ته چاودېدونکي توکې، مهمات او وسلې د تخریبي کړنو په موخه را لېږي او هم د دې نظام پرضد تبلغاتو ته زمینه برابروي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر پاکستان د افغان حکومت او امریکا نیوکې ډیرې شوې دي او امریکا پاکستان ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي کنه له سختو فشارونو سره به یې مخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: