چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / پاکستان / ستانکزی وایي اسلام اباد افغانستان کې کمزوری حکومت غواړي

ستانکزی وایي اسلام اباد افغانستان کې کمزوری حکومت غواړي

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رييس معصوم ستانکزی وايي چې پاکستان افغانستان کې سولې ته ژمنتيا نه لري او که يې ژمنتيا درلودی؛ نو د طالب او داعش له ملاتړ څخه به يې لاس اخىستی وای.

نوموړي دغه څرګندونې د لړم په ۳مه په جلال اباد ښار کې د يوې خبري غونـډې پر مهال وکړې.

ستانکزي د ګاونډيو هېوادونو او په افغانستان کې د فعالو وسله والو ډلو په اړه وويل چې دوی تر ډېره د تبليغاتو له لارې خلک غولوي او وسله والو فعاليتونو ته يې هڅوي؛ خو وايي، افغان حکومت هم دغه برخه کې کار کوي او لا ډېر کار ته اړتيا شته.

د ملي امنیت عمومي رييس پاکستان ته په اشارې سره وويل، دوى غواړي چې په افغانستان کې کمزوری حکومت وي، له همدې امله دې هېواد ته چاودېدونکي توکې،مهمات او وسلې د تخریبي کړنو په موخه را لېږي او هم د دې نظام پرضد تبلغاتو ته زمینه برابروي .

معصوم ستانکزي ننګرهار کې د داعش او طالب وسله والو د راډيوي نشراتو په اړه هم څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې څو ځلې دغه راډيوګانې له منځه وړل شوي او اوس هم تر تعقيب لاندې دي؛ خو دغه راډيوګانې په سيار ډول فعالې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: