پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ستانکزی وایي د تر هګرو پټنځایونه د افغان خاورې د باندې دي

ستانکزی وایي د تر هګرو پټنځایونه د افغان خاورې د باندې دي

ملي امنیت ریاست وایي، نړیوالې ټولنې ته یې قناعت ورکړی چې د وسله والو ډلو مرکزونه او پټنځایونه د افغانستان له خاورې د باندې دي. د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي نن یوې خبري غونډه ته د خبرو پر مهال وویل، کابل ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا سفر او دغه راز پر پاکستان د امریکا تازه فشارونه د دې ښکاروندويي کوي چې افغانستان له نړیوالو سره د اړیکو یو نوي پړاو ته ننوتی دی او نړیالې ټولنې ته یې قناعت ورکړی چې د وسله والو ډلو مرکزونه او پټنځایونه د افغانستان له خاورې د باندې دي. ستانکزي غونډې ته د خبرو پر مهال دغه راز وویل په کابل ښار کې د وروستیو بریدنو په تړاو ۹کسان د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي دي. نوموړي وویل ملي امنیت د اکثرو پیښو مخنیو کړی خو زیاتوي چې، د ځینو هغو مخنیو ناشونی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *