جمعه , دسمبر 4 2020
کور / پښتو ادب / ستا زاهد ساپي د ژوند رازونه څه دي؟ تا موندلی څه کمال دی مهاجره؟

ستا زاهد ساپي د ژوند رازونه څه دي؟ تا موندلی څه کمال دی مهاجره؟

 

د هجرت دې لسم کال دی مهاجره
راته وایه څه دې حال دی مهاجره

لا دې کلکه د هجرت پګړۍ تړلې
ما له سر د وطن شال دی مهاجره

د سهار په رڼا ورک شې لکه ستوری
تور ماښام دې انډیوال دی مهاجره

ستا نامه څېره یې وتې ده له خیاله
کلېوالو ته دې خیال دی مهاجره

وچه بېره ده او ستا د یاد انځور دی
زما زړه ورپورې ټال دی مهاجره

چا تر اوسه دی له ځان سره ساتلی
د لاس نښه دې دسمال دی مهاجره

ما له ځانه سره بوځه دلته ژوند مې
بس د نه ژوند په مثال دی مهاجره

ستا زاهد ساپي د ژوند رازونه څه دي؟
تا موندلی څه کمال دی مهاجره؟

د مهاجر زاهد(ساپي)نه په مننه سره.


 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: