سه شنبه , مې 26 2020
کور / روغتيا / د موبایل ډیر کارول د مغزو د سرطان سبب ګرزي

د موبایل ډیر کارول د مغزو د سرطان سبب ګرزي

د چاپېریال او عامه روغتیا په ژورنال کې خپرې شوې یوې مقاله کې ویل شوي، د ۱۹۹۵ او ۲۰۱۵ ز کلونو تر منځ ترسره شوې څېړنه کې مالومه شوې چې دغه لسیزه کې د مغزو سرطان دوه برابره زیات شوی دی.
د دغه سرطان د زیاتوالي لامل د ژوند طرز کې بدلون او د موبایل زیات استعمال دی.
ساینسپوهانو مالومه کړې چې د سرطان زیات تومور د مغزو شاته برخه او د غوږ پورتنۍ برخه کې موندل شوی.
دغه موندنه ښیي چې د تومور پېدا کېدل د زیات موبایل کارولو له امله دی او د موبایل کارولو سره-سره د مغزو تومور کې هم زیاتوالی راځي.
دغه تومور ته glioblastoma وایي. د دغه تومور تشخیص په لومړیو کې ستونزمن وي، خو سر ګرځېدل، سم نه لیدل، بې هوښي او ګرځېدو کې فرق راتلل د دغه سرطان لومړنۍ نښې دي.
پوهان وایي، د دغه سرطان نه د ځان ساتلو له پاره اړینه ده چې پر موبایل له ډېرو خبرو کولو څخه ځان وساتئ او که خبرې کول ډېر اړین وي، نو بیا غوږۍ (ګوشکي) وکاروئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: