دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / سرپل ولایت کې د وسله والو نښتې د ښار تر څنډو رسېدلي

سرپل ولایت کې د وسله والو نښتې د ښار تر څنډو رسېدلي

د سرپل ښار په څنډو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي

په شمال سرپل ولایت کې چارواکي وایي د سرپل ښار په څنډو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني وایي له تیرې شپې راهیسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي.

ده زیاته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمېر په اړه معلومات په لاس کې نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *