سه شنبه , مې 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / سرچینه: عطاء محمد نور د بلیک واټر په ملاتړ ملیشې جوړوي

سرچینه: عطاء محمد نور د بلیک واټر په ملاتړ ملیشې جوړوي

په داسې حال کې چې سیګار اداره هر کال د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر پنځه زره تنه ښيي او په تېر کال کې یې شمېر او قوت ۱۱ فیصده کم شوی، یو ځل بیا دا اندېښې مخ په ډېریدو دي، چې د ملي اردو په کمزوري کېدو سره متحده ایالات غواړي افغان جګړه خصوصي قراردادیانو ته وسپاري.
د افغان چارواکو د نااعلان شویو شمېرو پر اساس، د افغانستان په مختلفو سیمو کې هره ورځ په اوسط ډول له ۱۵ تر ۱۶ پورې امنیتي سرتېري وژل کېږي، خو دغه مرګ ژوبله د جلب او جذب له شمېرو سره د پرتلنې نه ده.
افغان حکومت او امریکا غواړي چې د جګړو د کنټرول په خاطر د ملي اردو په چوکاټ کې په شاوخوا لسو ولایتونو کې محلي ځواکونه رامنځته کړي، چې یو کال به ازمویښتي بڼه لري او د سیمې خلک به پکې جذبیږي.
تازه یوې سرچینې کابل نیوز ته ویلي، چې د بلخ پخوانی والي په شمالي ولایتونو کې خلکو ته پیسې او نور امکانات ور کوي، چې په تدریجي توګه به د خصوصي قراردادي پوځیانو بڼه خپلوي.
د عطامحمد نور په اړه ویل کیږي، چې د بلک واټر له پخواني رییس ایریک پرېنس سره یې، چې د افغان جګړې د خصوصي کولو پروپوزلونه یې د سپینې ماڼۍ او ارګ پر مېزونو پراته دي، شپږ میاشتې وړاندې په دوبۍ کې کتلي او د هغه ملاتړ یې ترلاسه کړی دی.
د بلک واټر پخوانی رییس او د سرحدي خدماتو ګروپ اوسنی رییس ایریک پرنس وايي، افغانستان ته د پنځه نیم زره قراردادي پوځیانو او ۹۰ الوتکو په لېږلو سره کولای شي دامریکا د جګړې ۴۵ میلیارده کلنی مصرف لس میلیارد ډالرو ته را کم کړي.
شنونکي امنیتي کمپنیو ته د افغانستان د جګړې سپارل د جګړې د غځېدو په معنا ګڼي، ځکه د دوی په خبره، د امنیتي شرکتونو ګټې د جګړې په دوام او د ترهګرو ډلو په پیاوړي کولو کې دي.
د یادولو ده چې افغان حکومت تر دې وړاندې د افغان جګړې د خصوصي کولو له طرحې سره مخالفت ښودلی و، خو اوس داسې ښکاري چې امریکا په یوه نوې بڼه د ملي یووالي حکومت هم په دې چاره کې له ځان سره همغږی کړی دی.

سرچینه:( محصلین) خبرې ویب پاڼه

خبرې ویب پاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: