چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / سرګي لاوروف وایي ترهګر د پاکستان په خاوره کې د پخوانه فالیت کوي

سرګي لاوروف وایي ترهګر د پاکستان په خاوره کې د پخوانه فالیت کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې دواړه هېوادونه دې د ترهګرو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي، ځکه دغه ترهګر افغانستان او پاکستان دواړو ته خطرناک دي. د سرګي لاوروف په خبره ترهګر د ډیورنډ کرښې ته څېرمه فعالیتونه لري او له کلونو راهیسې هلته موجود دي. لاوروف همدا راز په خپلو څرګندونو کې له پاکستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د نوموړي په خبره په دې وروستیو کې پاکستان او روسیې ګڼ تړونونو لاسلیک کړي دي، چې په دې سره به ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا نږدې شي. پاکستان له هغه وروسته له روسیې سره د اړیکو ښه والی پیل کړی، چې د امریکا له فشارونو سره مخ شو او د بندیزونو ګواښ ورته وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: