پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / سریلانکا کې اضطراري حالات اعلان شوي دی

سریلانکا کې اضطراري حالات اعلان شوي دی

له کلونو وروسته یو ځل بیا د سریلانکایي مسلمانانو او بودایانو تر منځ کړکیچ خپل اوج ته رسېدلی دی. په سریلانکا کې ځینې متعصب بودایان د یاد هېواد مسلمانان د تاریخي سیمو پر تخریب تورنوي او وایي چې د دې هېواد مسلمانان هڅه کوي بودایان خپل دین ته دعوت کړي. دغه راز ځینې بودایان بیا دې هېواد ته د ورغلو روهنګیایي مسلمانانو پر شتون اعتراض لري. د سریلانکا د دولت ویاند دایاسیري جایاسکارا رویټرز آژانس ته ویلي، د کابینې له غړو سره په ناسته کې یې پرېکړه کړې چې په یاد هېواد کې باید لس ورځنی اضطراري حالت اعلان شي څو دوی وکولی شي د را ټوکېدلو جنجالونو مخنیوی وکړي. هغه دغه راز وویل د هغو کسانو پر وړاندې به هم سخت اقدامات وکړي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د دې کړکېچونو د پراخولو هڅه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *