پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / سر پل کې وسله والي نښتې مرګ ژوبله اړولې ده

سر پل کې وسله والي نښتې مرګ ژوبله اړولې ده

د سرپل ولايت ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ پر يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه کړي، د يادو بريدونو په پايله کې شاوخوا ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرپل د والي وياند ذبيح الله امان وويل، چې طالبانو تېره شپه د مخابراتي خدمتونو په پرې کولو سره د ملي اردو پر امنيتي پوستو بريد کړی. نوموړي وويل چې دغه څو ساعته بريد چې د سرپل ولايت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي قاري مطيع الله له لوري رهبري کېده په پايله کې يې د طالبانو د يو مشر په ګډون دری تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي. هغه وويل چې په دغه نښته کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي او د طالبانو بريد يې په شا تمبولى، سيمه اوس د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: