پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / پاکستان / سر ښار پښور کې د پاکستان په امنیتی ځواکونو چاودنه شوې ده

سر ښار پښور کې د پاکستان په امنیتی ځواکونو چاودنه شوې ده

د راپورونو له مخې د کوزې پښتونخوا سر ښار د پښور په حیات اباد سېمه کې د پاکستان په امنیتي ځواکونه چاودنه شوې ده چې په ترڅ کې یې دوه عراده موټرې په بشپړه توګه ویجاړې شوي دي.

ټرایبل نیوز د سرچېني د مالوماتو په اساس یاده چاودنه کې یو د پولیسو موټر او دویم د ایم اې(پوځي استخباراتي)ادارې موټر د بمي چاودنې په پایله کې ویجاړ شوي دي چې په نتیجه کې د لسو څخه ډیر د پاکستان استخباراتي ادارې کارکونکي او پولیس وژل شوي دي

د یادې چاودنې پړه رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې د حزب الاحرار وسله واله ډلې ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي منلې ده

د یادونې وړ ده چېڅو ورځي وړاندي د پاکستان څار ګرو ادارو دعوه کړي وه چې د حزب الاحرار وسله واله ډله مو ګواکې د فعالیت نه غورځولې ده خو بیا دا ډول بریدونه په پاکستان کې د دې خبرې ښکارندویي کوي چې یاده تندروه ډله په دغه هېواد کې د درنو او خونړیو بریدونو صلاحیت لري چې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو لخواه د ورکړل شوي بیانونه دا خبره په ډاګه کیږي چې ګواکي دغه ادارې په خپلو دعوو او بیانونو کې رښتوني نه دي او د تل له پاره د خپلو عوامو په سترګو کې خاورې اچولي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *