یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / سعودي افغانستان سره د ترهګرۍ په برخه کې ملاتړ کوي

سعودي افغانستان سره د ترهګرۍ په برخه کې ملاتړ کوي

د سعودي عربستان ولیعهد د افغانستان د سولې له پروسې د خپل ملاتړ څرګندولو تر څنګ ويلي چې بايد ټولې غاړې د سولې پروسې ملاتړ وکړي. نوموړي دغه خبرې د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره په ناسته کې کړې دي. د ملي امنيت شورا له دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی، تېره ورځ یې له نوموړي سره په ځانګړې لیدنه کې پر مهمو موضوعاتو بحثونه کړي او پرمختګونه شوي دي. سرچينه کاږي، په دې ځانګړې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې. سرچينه زياتوي، ولیعهد محمد بن سلمان د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ په ډاګه کړ او زیاته یې کړه چې سوله هدف ته د رسېدو لپاره مهمه ده او ټولې غاړې باید ترې ملاتړ وکړي. نوموړي دغه راز ويلي چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان دولت سره همکاریو ته چمتووالی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: