دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / عربي نړۍ / سعودي حکومت د دغه هېواد لوړ پوړي چارواکي نېولي دي

سعودي حکومت د دغه هېواد لوړ پوړي چارواکي نېولي دي

سعودي چارواکو یو شمیر کسان چې د حکومت په مهمو ځایونو کې یې دندې لرلې د بهرنیو اړیکو لرلو په تور نیولي، تورنو کسانو باندې تور دی چې د هیواد دښمنانو سره یې مالي مرستې کولې او د هیواد امنیت یې له ګواښ سره مخ کولو.
د سکای نیوز عربي راپور کې د سعودي امنیتي دفتر ویاند ویلي، موږ یوه ځانګړې ډله په دې موخه جوړه کړې چې د خلکو څارنه وکړو چې څوک زموږ دین او هیواد ته ګواښ کیدلی شي، د هغه خلکو اړیکې وڅارو چې د حکومت په مهمو ځایونو کې دندې لري، تر څو د هیواد امنیت له ستونزو وژغورو.
د امنیت ویاند زیاتوي، د خدای په مرسته مو ۷ کسان چې دین او د هیواد امنیت ضد کړنې یې کول نیولي او پر وړاندې به یې ټولې قانوني کړنې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *