پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / سعودي حکومت په حاجیانو د یوشمیر اسلامي مقدساتو ته په ورتګ بندیز لګولی دی

سعودي حکومت په حاجیانو د یوشمیر اسلامي مقدساتو ته په ورتګ بندیز لګولی دی

د سعودي د حج وزارت پر ټولو حاجیانو او عمره کونکو غږ کړی چې د حج او عمرې د مناسکو پر مهال دې د جبل النور او غار حرا ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
سعودي رسنیو ویلي؛ چارواکو له دې کبله یاد مقدس ځای ته په ورتګ بندیز لګولی چې د دوی په وینا، دې ځای ته ورتګ شرعاً ځینې مخالفتونه له ځانه سره لري او ورته مقدسو اماکنو ته ورتګ د دې هیواد وهابي مسلک علماء بدعت بولي.

د سعودي د حج او عمرې مرستیال وزیر «عبدالعزیز الوزان» وایي؛ د نور غره ورتګ له شرعي اړخ سره سره نور جانبي زیانونه هم درلودل چې په خبره یې دا غر ډیر لوړ ده او ور ختونکي کسان یې له ممکنه ګواښونو نه دي خوندي، نو له همدې امله به تر دې وروسته یاد غره ته په ورختلو سخته پابندي وي.

غار حرا هغه ځای دی چې پر حضرت محمد ص لومړۍ وحی په کې نازله شوې وه او خلک د تبرک حاصلولو لپاره ورځي.

سعودي چارواکو ګواښ کړی ؛ که حاجیان د جبل نور لوري ته ورغلل ،د ځانګړې کمیټې له خوا به مجازات او جریمه شي.
تر دې وړاندې هم یاد غره او نورو زیارتونو او مقدسو اماکنو ته د غیر مقلدینو له خوا د خلکو د مخنیوي هڅه کیدله خو اوس دې چارې په حکومتي کچه رسمي بڼه خپله کړه.

جبل النور د مکې د شمال ختیځ په ۴ کیلو مترۍ کې د منا او عرفات غره د لارې څنډې ته پروت دی چې اوس د مکې د پراخوالي له امله د مکې په اړوندو ساحاتو کې شمیرل کیږي.

دا غر له سمندر څخه ۶۲۱ متر او له لمنو بیا د غره تر سر پورې ۲۸۱ متره ارتفاع یا لوړوالی لري.
غار حرا چې د نبي کریم ص د عبادت ځای او د لومړۍ وحی د نزول مرکزو د دې غره په سر کې ځای لري.

سعودي چارواکو په دې وروستیو کې زرګونه دیني علماء زندانونو ته اچولي او په هیواد کې یې د دیموکراسي د ترویج او د منځلاري اسلام د پیاده کولو بې دریغه هڅې پیل کړې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *