یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / سعودي عرب:د خاشقي زوی سعودي پریخی، واشنګټن ته کډه شوی

سعودي عرب:د خاشقي زوی سعودي پریخی، واشنګټن ته کډه شوی

د سعودي خبریال جمال خاشقجی مشر زوی له خپلې کورنۍ سره یو ځای له سعودي عربستان نه واشنگټن ته تللی دی. د جمال خاشقجي کورنۍ ته یوې نژدې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د وژل شوي خبریال زوی او کورنۍ یې د اکتوبر په ٢٥ له سعودي عربستان نه واشنگټن ته تللی دي. صالح خاشقجي چې د امریکا او سعودي دواړو ملکونو تابعیت لري، په سعودي عربستان کې د سفر د بندیز له کبله بند و خو هغه د اکتوبر په ٢٥ له دغه هېواده ووت. صالح خاشقجي یوه ورځ مخکې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي کړی و. ولیعهد سلمان هغه او د هغه کورنۍ ته د جمال خاشقجي د مړینې تسلیت ویلی او غم شریکي یې ورسره کړې ده. د ترکیې حکومت تور لگوي چې یاد قتل د سعودي ولیعهد سلمان په امر په ترکیې کې په سعودي کونسلګري کې شوی دی. ولیعهد محمد بن سلمان بیا وایي چې له قاتلینو سره به قانوني چلند وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: