جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / سعودي عربستان او امریکا په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار کړی دی

سعودي عربستان او امریکا په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار کړی دی

سعودي عربستان او امریکا په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار کړی دی. د رویټرز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سعودي عربستان له پادشا سره د افغانستان، عراق او سوریې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا هڅې ګړندۍ دي او دا هڅه هم روانه ده، چې په راتلونکي اختر کې اوربند رامنځ ته شي. امریکایي وزیر ویلي چې په دې برخه کې ديپلوماتیکې هڅې بریالۍ دي او سعودي عربستان ته هم په کار ده، چې خپلې مرستې و نه سپموي. د سعودي عربستان پادشا هم ویلي، چې په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسولو لپاره باید د سولې خبرې وشي او اوربند رامنځ ته شي. ده هم پخپل وار زیاته کړې چې د سولې په برخه کې به خپلې همکارۍ نه سپموي او دترهګرۍ ضد اقداماتو په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *