پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / سعودي عربستان کې نیول شوي شهزادګان خوشي شوي دي

سعودي عربستان کې نیول شوي شهزادګان خوشي شوي دي

سعودي عربستان کې د فساد په تور شاوخوا دوه سوو نيول شوو شهزادگانو څخه يې ډېری د جوړجاړي په پایله کې خوشې شوي او د راپورونو له مخې په کوم پنځه ستوریز هوټل کې، چې دغه بنديان ساتل کې د والنټاين ډې«د مين‌نانو په ورځ» به پرانيستل شي.

لويديځې رسنۍ وايي، چې د تېر کال په نومبر کې له دوو سوو زيات شهزاد‌گان، پخواني او يو شمېر برحاله وزيران د مالي فساد په تور نيول شوي وو او اوس د مالي جوجاړي په پایله کې بېرته خوشې شوي دي.

په دغو لسگونو شهزادگانو کې د پخواني پاچا عبدالله زوی او ملي ځواکونو مشر متعب بن عبدالله، د هغه بل ورور او د هوايي ځواک مرستيال ترکي عبدالله، نړيوال پېژندل شوی ميلياردر وليد بن طلال او گڼ شمېر نور چارواکي د کابينې ځينې اوسني او پخواني غړي د مالي فساد په تور نيول شوي وو.

لويديځو رسنيو ويلي وو، چې دغه نيول شوي کسان تر سختو شکنجو لاندې وو او د بلک واټر قردادي ملېشو له لوري شکنجه کېدل.

د نړيوالو چارو څارونکي وايي، چې د دغو نيونو تر شا د وليعهد محمد بن سلمان لاس دی او غواړي د خپل واک پر وړاندې راتلونکي خنډونه سر له اوسه له مخې لرې کړي.

په پلازمېنې رياض کې رټز کارلټن پنځه ستوریز هوټل ويلي، چې د مينانو د نړيوالې ورځې «ويلنټاين ډې» په مناسبت به د راتلونکې فبروۍ په څوارلسمه دا هوټل بېرته پرانيستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *