یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / سعودي عرب اسلامې ډلې د شرمثلث بولې!

سعودي عرب اسلامې ډلې د شرمثلث بولې!

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې اوس مهال د بهرنیو هیوادونو په سفر وتلی، په مصر کې يې د خبریالانو سره په ناسته کې د ترکیې عثمانیان «اردوګان او ډله یې»، ایران او اسلامي «تروریستي» ډلې لکه اخوان المسلمین د شر مثلث بللي دي. باید وویل شي چې سعودي د اخوان المسلمین او حماس ډله تروریستي ډلې بولي او د قطر هیواد یې په ملاتړ تورونه وي. ابن سلمان پر قطر هم نیوکې کړي او ژورنالیستانو ته یې وویل: « د قطر موضوع ډېره وړه ده، زه ځان نه باندي مصروفه وم، تر وزیر په ټیټه رتبه کس د قطر موضوع تعقیبوي، زمونږ په حکومت کې هر وزیر کولای شي چې د قطر موضوع حل کړي» . او زیاته یې کړه: «قطر د اخوان المسلمین لپاره زمینه برابره کړې او تمویلوي يې، اخوانیان توانېدلي چې په قطر کې لوړې څوکۍ تر لاسه کړي.» نوموړي اخوان المسلمین ډله د مصر او سعودي مشترک دښمنه وبلل. ابن سلمان همداراز وویل چې د قطر محاصره کیدای شي لسیزې دوام وکړي، لکه څرنګه چې امریکا د کیوبا سره اړیکې پرې کړي وی، مونږ هم کولای شو چې په لسیزو پر قطر باندي ورته بندیزونه ولګوو. نوموړي همداراز ویلي چې د قطر موضوع ورته هیڅ اهمیت نه لري، د قطر ټول ولس په قاهره کې د یوه سړک د ولس سره په شمېر کې برابر نه دي. د ایران په اړه یې ویلي چې هغه د ورقې څخه جوړ زمری دی، مونږ توانیدلي يو چې د استعماري اهدافو مخه یې ونیسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: