دوشنبه , جون 1 2020
کور / خبرونه / سعودي عرب د واتیکان سره د کلیساو جوړولو معاهده وکړه

سعودي عرب د واتیکان سره د کلیساو جوړولو معاهده وکړه

د عربي رسنیو د راپورونو سره سم سعودي د عیسایانو د دیني مرجع «واتیکان» سره تړون لاسلیک کړی چې له مخي به یې په سعودي کې د عیسایانو لپاره کلیساوي جوړیږي.

د مصري الیوم او یو شمېر نورو رسنیو په حواله دغه تړون وروسته تر هغه لاسلیک کیږي چې په سعودي کې د اصلاحاتو په نوم لوی بدلون راغلی او په لومړي ځل دغه هیواد د کلیساو جوړولو ته اجازه ورکوي او له مخي يې غواړي چې د ادیانو تر منځ فاصله را کمه کړي او همداسي د همدې ادیانو پر اهمیت باندي ټینګار وکړي تر څو د تروریزم، سخت دریځۍ، او تشدد مخه ونیول شي او په نړۍ کې امن او سوکالي خپره شي.

ویل کیږي چې دغه تړون د «رابطه العالم الاسلامي» دولتي تنظیم عمومي مشر «شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی» په واتیکان کې د ادیانو تر منځ د تفاهم د څانګي مشر «جان لویس توران» سره لاسلیک کړی او دواړو لوریو پر مشترکو اهدافو د ګډ کار ژمنتیا ښودلې ده.

د سعودي رسنیو په حواله ویل شوي چې ددغه تړون له مخي به دواړه اړخونه په هرو دوو کلونو کې اقلا یو ځل ناسته کوي چې کله به په روم او کله به د سعودي په خوښه په یوه بل ښار کې تر سره کیږي.

باید وویل شي چې د واتیکان له لوري یو پلاوی چې مشري يې جان لویس توران کوله، د تیري میاشتي اپریل پر ۱۴مه نیټه د سعودي پلازمینې ریاض ته تاریخي سفر کړی وو او هلته یې د سعودي باچا ملک سلمان او نورو جګپوړو چارواکو سره لیدلي وه.

هغه مهال د واتیکان د پلاوي مشر د رابطة العالم الاسلامي د مشر «شیخ محمد عیسی» څخه غوښتي وه چې په سعودي کې باید د ټولو ادیانو د اتباعو سره مساویانه تعامل وشي او حتی د هغو اتباعو خیال وساتل شي چې په هیڅ کوم دین ایمان نه لري.

د یوې ایټالوی ورځپاڼې چې واتیکان یې خپروي، ویل شوي چې نوموړي حتی غوښتنه کړې وه چې د ټولو ادیانو د لمونځ کوونکو لپاره دي یوه مشترکه عبادت خانه جوړه شي.

د یادوني وړ ده چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان څه موده تر مخه مصر او امریکا ته د سفر پر مهال د عیسايي او یهودي تنظیمونو د مشرانو او دیني مراجعو سره لیدلي وه.

په مصر کې د عیسایانو دیني مرجع بابا «تواضروس دوهم» د عربي تلویزون ایم بي سي سره په مرکه کې وویل:

ډیر خوښ شوم چې د سعودي ولیعهد راته راغلی، زه یې د شخصیت، موسکا، علم، د تاریخ او روانو حالاتو فهم څخه ډېر متاثره شوم.

د یادوني وړ ده چې د ولیعهد محمد بن سلمان له لوري مصر ته د سفر پر مهال او بیا د عیسایانو د بابا سره تر لیدني وروسته هغو انځورونو هم بحثونه را پارولي وه چې ولي د محمد بن سلمان تر شا د سعودي بیرغ نه دی ایښودل شوی په داسي وخت کې چې د نورو هیوادونو د استازو او مشرانو سره د لیدنې پر مهال د بابا تر شا د مصر او د هغوی تر شا د خپلو خپلو هیوادونو بیرغونه وي. دوی پوښتنه کول چې ایا د کلیمې وجه خو به نه وي چې د سعودي پر بیرغ شته؟

لاندي انځورونو کې د جرمني مستشاره انجیلا میرکل د بابا سره ویني او بل انځور د محمد بن سلمان دی:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: