شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / سعودي عرب پوځ کې ښځې ګمارې

سعودي عرب پوځ کې ښځې ګمارې

سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړه چې ښځې په پوځ کې د افسرانو او سرتېرو په توګه کار کولی شي.

سعودي عربستان جدي اصلاحات پیل کړي چې ځان د متمدنې نړۍ سیال کړي.

د سعودي عربستان په پوځ کې د ښځو د نوم ثبتونې لپاره وروستۍ نېټه د پنجشنبې ورځ /د مارچ لومړۍ/ ټاکل شوې ده.

سعودي عربستان په پوځ کې د ښځو د ګډون لپاره ۱۲ شرطونه ایښي دي لکه؛ په پوځ کې د شمولیت لپاره پکار ده چې د تقاضا کوونکې عمر د ۲۵ او ۳۵ کلونو ترمنځ وي او منځنۍ زده کړې یې کړي وي.

د هغوی د ونې یا قد په اړه ویل شوي چې باید لږترلږه ۱ متر او ۵۵ ساتني متره وي او وزن یې هم د ونې په تناسب زیات نه وي.

دغه راز ویل شوي، هغې ښځې چې له سُني مسلمانانو پرته له بل چا سره واده کړی وي او یا د جرم سابقه ولري، په پوځ کې د شاملېدو غوښتنلیک نه شي لېږلی.

سعودي عربستان په وروستیو کې د ښځو د ازادیو په برخه کې ګڼ اقدامات کړي چې د هغو په منځ کې د موټر چلولو اجازه، د ورزشي سیالیو د لیدلو لپاره لوبغالو ته د تګ اجازه او دغه راز سینما او تیاتر ته د تګ اجازه یادولی شو.

سعودي عربستان دا هم ویلي چې یو ستر تفریحي ښار جوړوي چې بې شمېره سینماکانې او تیاترونه به لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: