پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / سعودي کې دوه کسان وژل شوي دي

سعودي کې دوه کسان وژل شوي دي

د سعودي په پلازمینه کې په یو برید کې یو سعودي افسر او یو بنګالی کارګر وژل شوي دي. د سعودي چارواکي وایي، یو افسر او یو بنګلدېشی کارګر پرون د پلازمینې ریاض په شمال کې په یوه برید کې وژل شوي دي. چارواکي زیاتوي، چې پېښه د ال قاسم په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دریو وسله والو کسانو په امنیتي پوستې ډزې وکړې. د سعودي د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په ځوابي برید کې دوه بریدګر او یو بنګالی کارګر وژل شوي او یو بل ترهګر ټپي شوی دی. د برید پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.

يوه تبصره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *